سټمسن سنيټر او بلاګرز په هند او پاکستان کښے دَ پولي دواړو لورو خبرو اترو د حوصله افزائي دپاره ويب سائټ لانچ کړو

واشنګټن، ستمبر ۴، ۲۰۱۳/نيوز وائر / ايشيانیټ باکستان– دهند او پاکستان دَ بلاګرز سره کار کونکے سټمسن سينټر نن دَ ”ساوته ايشيا وائسز۔ جنريشن وائي” ( د جنوبي ايشيا آوازونه: ولے نسل) په نوم باندے يو ويب سائټ لانچ کړو کوم چه به فوځي مسئلو باندے د پولي دواړو لورو ته خبرو اترو له حرکت ورکولو سره سره دَ دوانړو هيوادونو په مينځ  کښے د عادي او همکاري تعلق له ترقي ورکولو سبب هم جوړيږي، دا اعلان دَ سټمنسن مشر او منتظم اعلي ايلن لپسن وکرو۔

Stimson Center Logo سټمسن سنيټر او بلاګرز په هند او پاکستان کښے دَ پولي دواړو لورو خبرو اترو د حوصله افزائي دپاره ويب سائټ لانچ کړو

Stimson Center Logo.

(لوګو: http://photos.prnewswire.com/prnh/20130228/DC68405LOGO)

دَ نوي ويب سائټ پته:  www.southasianvoices.org

دا ويب سائټ د هند او پاکستان دَ نوجوانو تجزيه کارو دَ يو نوي نسل د مرستے دپاره جوړ کړے شوے دے چه هغوي دے د دے خبرے جوګه شي چه د تقسيم شوي قومونو په مينځ کښے په مشترکه بنيادونو باندے براه راست ابلاغ شروع کړي۔ لپسن وئيل چه ” دا سائټ به د داسے معرکو دَ حل کتلو دپاره حوصله افزائي کوي کوم چه جوهري وسلے، روايتي فورسز، په اوبو جنګ، تجارت او نور داسے ډير مسئلے پيدا کولے شي۔”

“د هند او پاکستان نه د دے ويب سائټ دپاره ليکونکي يو، يو سيکورټي بلاګر به په واشنګنټن کښے ”سټمسن سينټر“ ته د فلوشپ دپاره وابللےشي۔ دا وزټنګ فلو به په تحقيقي پروجيکټ دَ کار کولو سره سره دَ ايګزيکټيو برانچ افسرانو سره ميلاويږي او دَ کپټل هِل دوره په کوي۔ د دے نه علاوه هغه په ګنړ قسم تهنک ټنک سره په مخ کيږي۔” دا خبره دَ سټمسن شريک باني مائيکل کرپن وکړه څوک چه دَ سنټر د جنوبي ايشيا دَ پروجيکټ ډائريکټر هوم دي۔

دَ فلو شپ او نوي ويب سائټ مالي مرسته کارنيجي کارپوريشن آف نيويارک، جان ډي اينډ کيتهرائن ټي ميک آرتهر فاونډيشن او دَ امريکي انرجي شعبے  نيشنل نيوکليئر سيکورټي ايډمنسټريشن کړے ده۔

”مونږ دے ويب سائټ ته دَ “ولے نسل ” وائيو ځکه چه دَ هند او پاکستان ذهين نوي نسل دا سوال کوي چه د دوانړو هيوادونو په مينځ کښے تعلق دومره خراب ولے دے” دا خبره کرپن کړے ده۔ هغوي زياته کړله چه ” دا نسل دا حق لري چه دَ سيمے په مستبقل په حقله دے دَ دوي خبرے له اهميت ورکړے شي او سټمسن دا اراده لري چه د دوي د آواز په اوچتولو کښے د دوي مرسته وکړي“۔

 دهند او پاکستان معروف علمي خلقو دَ ويب سائټ ساوته ايشيا وائسز۔ جنريشن وائي ( دَ جنوبي ايشيا آوازونه: ولے نسل) ته هرکلے وئيلے دے۔

ډي سوبا چندرن، څوک چه د نوي دلي دَ انسټي ټيوټ آف پيس اينډ کانفلکټ اسټيډيز ډائريکټر دے هغوي وئيلي چه ”سټمنسن سنټر هميشه دَ هند او پاکستان په مينځ کښے دَ اعتماد تعلق جوړولو دپاري نوي او ښه خيالات وړاندے کړي دي۔ “اوس دَ دوانړو هيوادونو په مينځ کښے دَ فاصلو ختمولو دپاره دا نوے خيال( ويب سائټ) ډير عملي اقدام دے ، خصوصا په داسے وخت کښے چه دَ دوانړو حکومتونو له طرفه دَ ويزې پور بنديز ختمولو کار ډير په قلاره روان دے۔ په داسے وخت کښے د دے خبري اهميت سيوا شي چه دَ دوانړو هيوادونو خلق دے براه راست يو بل ته مخامخ شي او خپلو تحفظاتو نه يو بل خبره کړي۔ دي يو مستقبل په لور به دا يو ښه اولنے قدم وي۔”

سيد رفعت حسين ، څوک چه په اسلام آباد کښے دَ نيشنل ډيفنس پخنتون په پيس اينډ کنفلکټ اسټيډيز شعبه کښے دَ سيکورټي د سبق پروفيسر دے او دَ دے نه وړاندے د اسلام آباد په قائد اعظم يونيورسټي کښے پروفيسر او ډيفنس او اسټريټجک اسټډيز د شعبه مشرهم پاتے شوے دے هغوي دَ دے ويب سائټ په شائع کولو باندے سټمسن سنټر ته اومبارکي ورکړے ده او وئيلي ي دي چه دا ويب سائټ به د پاکستان او هند نوي نسل ته دا موقع ترلاسه کړي چه هغوي په دے سيمے کښے دَ امن راوستلو دپاره څه کردار ادا کړي۔” دا يو داسے فورم دے کوم چه د ايشيا خطے تر مخه ګډ وډ چينلنجونو دَ حل کولو دپاره نوي او غير روايتي خيالات راوړاندے کړي۔”

سټمسن په دَ ساوته ايشيا وائسز ويب سائټ او دَ هغے دَ سرور کورباني کوي او ورله د هند او پاکستان دَ خلقو نه به ګنړ شمير کښے بلاګ پوسټس او تبصرے پکار دي۔

دَ ويب سائټ په باره کښے پوسټونو دپاره پکار دي چه  هغه دے دَ موجوده تحقيقي پروجيکټس، مقالو او داسے موضوعاتو باره کښي  وي کوم چه دَ دے براعظم د سيکورټي سره تعلق لري“ دا خبره د سټمنسن ريسرچ ايسوسي ايټ جوليا تهامپسن کړے ده څوک چه په دا ويب سائټ چلوي۔

هغے زياته کړه چي” دَ دے سنجيده موضوعاتو سره سره مونږ به داسے تبصرے هوم لګوو کوم سره چه تبه خوشحاله شي”۔

په دے ويب سائټ باندے به ټول بلاګ پوسټ په انګريزي ژبه کښے وي۔ تاسو خپل بلاګ پوسټ او تبصرے په دے اي ميل ايډريس راليګلے شئي۔ southasianvoices@stimson.org

سټمسن سنټر يو غير منافع بخش او غير جانب داره تهنک ټنک دے کوم چي د تحقيق کار کوي او د نړي خلقو ته مخ د امنيت او سيکورټي چيلنجونه باندے پاليسي خيالات وړاندي کوي۔ سه موده مخکښے سټمنسن ته د تخليقي او موثر ادارے په توګه مک ارتهر ايوارډ ورکړے شوے وو۔

Related Posts